پر افغان خاوره د پاکستان د روستي تیري په وړاندې
د « دیورنډ لاین»لانجې د حل عالي شورا د « دیورنډ لاین»لانجې د حل عالي شورا

 اعلامیه

پنجاب چې کله په کور دننه له ویجاړونکو ننګونو او ګواښونو سره مخ شي، له ستونزو څخه د پاکستاني ولس د مخ اړولو او تېرایستلو لپاره، یا د کشمیر پر سر له هندوستان او یا د ډیورنډ د تپلې او استعماري کرښې پر دواړو غاړو افغانانو سره، د یوې نوې ستونزې د رازیږیدو او یا د زړې شخړې د تازه کېدو د چلوټې په اندیښنه کې کیوځي.

پنجابي واکمنان تل د پاکستاني ولس په ډارولو او چوپ ساتلو کې له ډیورندکرښې او کشمیر څخه د یوې لويی بلا په بڼه کاراخلی او د هیواد پوځیان او استخبارات يي، له دواړه ستونزو څخه د لنګې غوا پتوګه ګټه پورته کوې!

 پاکستان چې د راروانې مۍ میاشتې په ۱۱ مه، خپل ولس سره د ټولټاکنو ژمنه لري او ټاکنې به يي له مذهبي توندلارو او ترهګرو څخه د پوځیانو او ای ایس ای د ملاتړ او په ټاکنو کې د درغلیو او نورو ناوړه تګلارو له کبله، دا هیواد نويو کړکېچونو ته ورټیل وهي، دا ځل بیا يي وغوښتل کورنیو شخړو څخه د پام اړولو لپاره د افغانستان په لوري په ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي دروازې د درولو په نوم د تیری یو بل ګام اوچت کړي.     

البته پاکستان تل پر افغان خاوره د تیري ستراتیژۍ لري او غواړي دا ستراتیژی په عمده توګه په دوه بڼو پلي کړي:

لومړی غواړي د ډیورنډ کرښې په بره غاړه ګام په ګام نوره هم افغان خاوره لاندې کړي، ځکه د ددې تپلې کرښې کوزه غاړه يي د اباسین پورې لا پخوا لاندې کړي ګڼلې او د ستراتیژۍ بله بڼه يي په افغانستان کې د خپل یو ګوډاګی او لاسپوڅي حکومت  واکمنول دي!

پاکستان د تيري او ښکېلاک د زړې تګلارې « Forwards Policy » په مټ، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د هغو یوولسو امنیتي پوستو په بیارغونه کار پیل کړ، چې په ۱۳۸۲لمریز کال کې یې د ایتلافي ځواکونو په مرسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان په خاوره د ترهګرو د مخنیوی په پلمه، جوړې کړې وې. د همدې تګلارې پر بنسټ، پاکستان په روستیو کې یو بل ګام  سپین سترګی واخیست او په ګوشتې ولسوالۍ کې يی د سرحدي دروازې په نوم  یوه بله امنیتي پوسته جوړه کړه. دې تیري سره هممهال يي د کونړ ولایت پر یوې امنیي پوستې په درنو وسلو ډزې وکړي چې داسې وسله یوازې د پاکستان د پوځ سره موجود ده او دې برید کې ۱۳ تنه افغان سرتیري شهیدان شول!

د « دیورنډ»لانجې د حل عالي شورا، ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي دروازې د ځای پرځای کولو، د ډیورنډ پر تپلې کرښه د پاکستان روستي پوځي تاسیسات، بریدونه او توغندیز یرغلونه په کلکه غندي او په دې اړه، دا لاندې ټکې د ټولو د پاملرنې وړ بولي:

ــ دا شورا د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب  حامد کرزي هغه امر چې په هغه کې يي د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې له افغان خاورې څخه د دې دروازې او د پاکستان د نورو امنیتي تاسیساتو د لرې کولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي، د ولسمشر هیوادپال او پرځای غبرګون بولي او په ټینګه يي ملاتړ کوي.

ــ همدا راز موږ په افغانستان کې د میشت ایساف او ناټو ځواکونو څخه پوښتنه لرو، چې پر افغان خاوره د پاکستان د رنګا رنګ تیریو او په تېره بیا د بریدونو روستیو پراختیاوو ته په کتو چې ترهګرۍ څخه د ملاتړ په ښکاره بڼه ترسره کیږي، ولې چوپه خوله دي او ولې د پاکستان په تېریو ځان بېخبره او ناګاره نیسي؟  موږ له دوی څخه د ښکاره او څرګند ځواب او دریځ غوښتونکي یو.

ــ همداراز موږ له پاکستاني چارواکو پوښتنه لرو، افغانستان سره د سولې په ټیګښت کې دلندن په درې اړخیزه غونډه کې د دې هیواد هغه ژمنې چې شپږو میاشتو کې به افغان دولت سره طالبان او نور وسلوال مخالفین خبرو ته راضي او چمتو کوي، څه شوې او د هغو ژمنو د پلیتوب ځای ولې په افغان خاوره کې ددې هیواد نویو لاسوهنو او تازه تېریو ته ورکړل شو؟

ــ  موږ په جلال اباد کې د سلګونو محصلانو له لاریون څخه چې وړمه ورځ سړکونو ته راووتل او د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې يي د پاکستاني پوځ له لوري د دروازې پر جوړولو اعتراض وکړ، ننګه کوو او په ټولو افغانانو غږ کوو چې د پاکستان د روستیو تېریو  په وړاندې خپل اعتراضیه غږ اوچت کړي.

ــ همداراز په هیواد دننه او بهر کې ټولو افغاني رسنیو ، سیاسي او ټولنیزو سازمانونو، قومي مشرانو او د ټولنې سرغندویانو او سرلارو ته بلنه ورکوو،چې د پاکستان د تیري په وړاندې د افغان دولت له روستي وطنپاله اقدامه ملاتړ وکړي او زموږ د زماني د پنجابي مغل په وړاندې سره یو موټی او یو سوک شي.

ــ له هغه ځایه چې د ډیورند پر کرښه د پاکستان د پوځ روستي پوځي تاسیسات او د مومندوــ ګوشتې ولسوالۍ پر سیمه د یوې کنترولي دروازې درونه، ددې استعماري کرښې ددواړو غاړو پرافغاني واحده خاوره، د پنجاب نوی سوقیات او تیری ګڼل کیږي چې د کرښې دواړو خواو افغانانوته، ګډه دنده او مسولیت ترغاړې کوي نو ځکه موږ له کوزو افغانانو او د هغو له هیوادپاله مشرانو، ګوندونو او ټولنو څخه غوښتنه کوو چې د پنجاب د داسې لمسونکو اقداماتو په وړاندې په پوره یووالي او یوه غږ سره، د خپلو برو افغاني وروڼو، په ننګه ودریږي. بلخوا دا چې پنجاب د برو او کوزو افغانانو شریک غلیم دی، پاکستاني پوځیان او استخبارات د ډیورنډ د تپلې کرښې پر برو افغانو سربېره پر کوزو افغانانو هم د هیڅ ډول تیري صرفه نه کوي، په داسې حالت کې د ټولو لروبرو افغانانو شریکه دنده ده، ترڅو د پنجابي غلیم په وړاندې خپلې لیکې نږدې او پیاوړي کړي.

ــ تر کومه ځایه چې د « دیورنډلاین »لانجې د حل عالي شورا په دندو او شونتیاوو پورې اړه لري، دا شورا د پنجابي غلیم د هر ډول چلوټې او تیري په وړاندې کلک او ټینګ دریځ لري او په دې لار کې به خپلې هلې ځلې له پخوا نورې هم چټکې کړي.

 

د ۲۰۱۳ کال د اپریل ۲۱ مه


April 27th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها